ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۶:۴۹
ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خیبر لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې حصارک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو،. . .

BACK TO NEWS