ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د واليبال سیالیو پای

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۱:۹
ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د واليبال سیالیو پای

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د نظام د ملاتړ او ځوانانو د یووالي په موخه د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوولس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، د میملې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو په پای لوبه کې، میملې لوبډلې خپلې سیالې طوطو لوبډلې ته ۳-۰ ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي يې خپله کړه.

دا سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې پیل شوې وې د پای لوبې په مراسمو کې يې د یادوې ولسوالۍ پر بېلابېلو ملکي او نظامي مسؤلینو، سربیره قومي مشرانو، ځوانانو او د ورزش مینوالو هم ګډون کړی او په راتلونکي کې يې د ورته نورو سیالیو د جوړولو غوښتنه کوله.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS