ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ۲۸مې الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ۲۸مې الف لوبډلې د د پنځو ویکټو په زیان د خپلې سیالې اتفاق زلمي لوبډلې ۹۱ منډې هدف ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
