ننګرهار؛ شیرزاد ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۴۹
ننګرهار؛ شیرزاد ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د شیرزاد ولسوالۍ په طوطو سیمه کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د طوطو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د طوطو او بر اپشان همدرد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بر اپشان لوبډلې وګټله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٦ منډو هدف وټاکه. طوطو لوبډلې ټاکلی هدف د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د دوه ویکټو په توپیر یې اتلولي په خپل نوم کړه.

يادې سیالۍ له نظام څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوې چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

اړین وضاحت!

یو شمېر رسنیو د سوک وهنې فدراسیون د چهارشنبې د ورځې د تماشه چیانو تر منځ د جنجال ویډیو خپره کړې، چې ګواکې د لباس په سر د امنیتي ځواکونو او ورزشکارانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

ورزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

BACK TO NEWS