ننګرهار؛ سپین غر ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۷:۲۸
ننګرهار؛ سپین غر ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چهلګزي جانباز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مهاجر او چهلګزي جانباز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د مهاجر لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ۸۹ منډو هدف وټاکه. چهلګزي جانباز لوبډلې یاد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

یادې سیالۍ هېواد ته د خدمت او د یووالي په موخه ترسره شوې چې ۳۲ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

کندوز؛ امام صاحب کې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په امام صاحب کې د ٢٢ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې موج های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۱
Background image

سهار پخیر افغانستان!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره لوبځای په بشپړ ډول چمتو دی!

دا سیالۍ به سبا سهار ٩:٠٠ بجې رسماً پیل شي.

🏟 کابل، د بدني روزنې او ورزش ٢٥٠٠ کسیز ورزشي جمنازیوم

BACK TO NEWS