ننګرهار؛ سپین غر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فکري رغونې او نظام څخه د ملاتړ په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې واجد لوبډلې خپلې سيالې نوشاد لوبډلې ته د ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.
