ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کټه پور ملي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کټه پور ملي لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان د خپلې سیالې کرسوار اتلانو لوبډلې د ۷۹ منډو هدف ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
