ننګرهار؛ د ۲۰ جوړو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه او همغږۍ د یاد ولایت په افغان ساپي کلب کې د څلورو کلبونو د ۲۰ جوړو ورزشکارنو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ، چې موخه يې د راتلونکو منتخبه سیالیو لپاره چمتوالی و، د یاد ولایت د ورزش ادارې پر مسئولینو سربیره، د سوک وهنې فدراسیونو مسئولینو او ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
یاده دې وي، چې د د دې وستانه سیالیو په ورستیو کې ورزشکارانو ته د هڅونې په موخه ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
