ننګرهار؛ د ښېوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي د خېوې مرکزي لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۶:۵۲
ننګرهار؛ د ښېوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي د خېوې مرکزي لوبډلې خپله کړه

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د کوز کونړ په ښېوه ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي د ښېوې مرکزي لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبې ته ښېوې مرکزي او شامل لوبډلې لار موندلې وه، په پیل کې شامل لوبډلې توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان ۱۱۹ منډې هدف کېښود، بل لوري ښېوې مرکزي لوبډلې یاد هدف د لوبې په اووم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د کوز کونړ منتخبې لوبډلې جوړول و او ۱۷ ورځې یې دوام وکړ.

هېره دې نه وي چې یادو سیالیو غوره لوبغاړی عادل شیګوال شو، چې په خپلو څلورو لوبو کې یې ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

BACK TO NEWS