ننګرهار؛ د ولسواليو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سره رود لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۱:۱۴
ننګرهار؛ د ولسواليو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سره رود لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د لومړي ځل لپاره د ياد ولايت د شپږو ولسواليو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ د سره رود لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو په پايلوبه کې سره رود لوبډلې خپلې سيالې بهسودو لوبډلې ته په درېيو ګولونو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د ولسواليو په کچه د غوره لوبډلې او غوره ورزشکارانو موندل وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

هرات کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اووه دېرشم پړاو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او سپورت سبک اووه دېرشم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

علي بلال د بدن ښکلا " پیټرسبورک پرو ٢٠٢٦" سیالیو دویم مقام‌ وګاټه

د بدن ښکلا افغان ورزشکار علي بلال د بدن ښکلا "پیټرسبوک پرو٢٠٢٦" سیالیو فزیک برخه کې دویم مقام‌ وګاټه.

په دغه سیالۍ کې د علي بلال امریکايي سیال کایرون هولډن لومړی مقام او برازیلي سیال. . .

BACK TO NEWS