ننګرهار؛ د هرات زلزله ځپلیو سره د مرستې په موخه د فوټبال سیالۍ او پارکور نندارې وشوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د فوټبال او پارکور فدراسیونونو له لوري د هرات ولایت زلزله ځپلیو سره د مرستې او لاسنیوي په موخه په معلم اول ګل ورزشي لوبغالي کې د فوټبال سیالۍ او د پارکور ورزشي نندارې ترسره او په پای کې د زلزله ځپلو لپاره ۲۲ زره افغانۍ راټولې شوې.
د فوټبال په سیالۍ کې د ننګرهار کلب او دورنټې ځوانانو لوبډلې سره ولوبېډلې، د دورنټې ځوانانو لوبډلې د ۱-۰ د ننګرهار کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال لوبې ترڅنګ په معلم اول ګل لوبغالي کې د پارکور نمایشات هم ترسره شول، چې ګڼو مینه والو او ځوانانو پکې ګډون کړی و.
د یادونې ده چې د دغو سیالیو او نندارو پر مهال د هرات زلزله ځپلو ته ۲۲ زره افغانۍ مرسته هم راټوله شوه، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ته به وسپارل شي.
