ننګرهار؛ د خراسان پوهنتون واليبال سيالۍ د خراسان پوهنتون په اتلولۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۲:۴۰
ننګرهار؛ د خراسان پوهنتون واليبال سيالۍ د خراسان پوهنتون په اتلولۍ پای ته ورسیدې

په ننګرهار ولايت کې د ورزش اونۍ نمانځنې په پار پيل شوې سيالۍ د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې د بدني روزنې او ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ د خراسان پوهنتون په مالي لګښت پيل شوې وې، ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی و.

د نوموړو سیالیو پایلوبې ته د لغمان ملي او ننګرهار خراسان پوهنتونونو د والیبال لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې خراسان پوهنتون د ۳/۲ميدانونو په‌ توپير سره د يادو لوبو اتلولي خپله کړه.

په یادو سیالیو کې دبدني روزنې او ورزش ریس عبدالسلام وزیروال او دولتي ادارو مسولینو سربېره سلګونو نندارچيانو ګډون کړی و.

په‌ پای کې د بدني روزنې او ورزش رئیس له لوري لومړي او دويم مقام لوبډلو ته کپونه او یو شمېر ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۳
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشي ویشتلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS