ننګرهار؛ د بټي کوټ ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د ټېپ بال دویم پړاو سیالي پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل لوبه د سباوون وصال او رشید احمد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې رشید احمد لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه، چې د سباوون وصال لوبډلې په ټاکلو ۹ اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د رشید احمد لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۰ منډو په توپير بایلوده.
د یادولو ده چې دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي، چې راتلونکې لوبه به یې د وسیم کاکا او قسیم خاورین لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
