ننګرهار؛ د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې د کین شن کان کراټې سیالۍ او نندارې ترسره شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵۲
ننګرهار؛ د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې د کین شن کان کراټې سیالۍ او نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په دامان سیمه کې د ۱۰ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د د کین شن کان کراټې سیالۍ ترسره او په زړه پورې نندارې وړاندې شوې.

په دې سیالیو کې د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال، دکراټې فدراسیون مشر خان محمدکاکړ، کین شن کان کراټې مشاور هاشم دانشیار، مخورو او ورزش ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.

د ننګرهار د ورزش ریاست مشر عبدالسلام وزیروال ورزشکارانو ته په خپلو خبرو کې دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو ښه بېلګه وبلله او په ورزشي ډګر کې د شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د یادو سیالیو او نمایشاتو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

په پای کې د مسؤولینو له لوري ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په لنډي راعه کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د منگل منتخبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۳
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د شينکۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

BACK TO NEWS