ننګرهار؛ دره نور ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د دره نور قومانداني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې دره نور قومانداني لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې قشمند قلعه مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
