ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د یوالي او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سېمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دې سیالیو د پیل لوبه د قیلغو منتخب او حکیم اباد د والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دواړو لوبډلو د یو یو میدان په ګټلو سره مساوې پای ته ورسیده.
دا سیالۍ د امر حمزه وزیروال په مالي ملاتړ ترسره کیږې، چې لیدو ته یې ګڼ قومي مشران، ځوانان او د والیبال مینوال ورغلي وو.
د یادونې وړ ده، چې دا لوبې به دوې میاشتې دوام وکړي.
