ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې چې ٢٠ تنو يې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
