ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ذبیح اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ذبیح اتحاد او فرمان الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ذبیح اتحاد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٥ منډو هدف وټاکه. فرمان الله لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو ویکټو په زیان ١٥٠ منډې وکړې او د ٢٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسايکل ورکړل شو.