ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوه لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ منتخبه لوبډله د قرغیو ولسوالۍ لوبډلې له یو بل سره لوبې کوي چې درې ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې د خوږیاڼو ولسوالۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه. مقابله لوبډله د هدف په پوره کولو و نه توانېده او سیالۍ یې د ۲۴ منډو په توپیر وبایلله.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی ښودل شوی دی.