ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ د والیبال سیالۍ د مملې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په قیلغو سیمه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مملې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مملې او قیلغو منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د مملې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د نظام څخه ملاتړ و.
د دغو سیالیو پای کې لومړۍ او دویمې غوره لوبډلې ته کپونه ورکړل شول.
