ننګرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د تکواندو سيالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ راتلونکو لوبو ته د لا ښه چمتوالي په موخه د تکواندو سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
