ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۲۳ - ۱۰:۴۲
ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حصارک معارف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د حصارک صحت او حصارک معارف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حصارک معارف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه، حصارک صحت لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٤ منډو هدف وټاکه. حصارک معارف لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې پهٔ لسم اور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS