ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسول استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۵:۷
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسول استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسوال استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د نوي لښتي لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ۶ لوبغاړو دلاسه ورکولو سره د ۱۰۸ منډو هدف وټاکلو، چې په مقابل کې د باسول استقلال لوبډلې وکولای شول یاد هدف په ۵ اورونو کې پرته له کوم لوبغاړي دلاسه ورکولو پوره او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او ورزش ته یې هڅوول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS