ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۰:۱۵
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د غونډۍ اتلانو او ګرداب سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګرداب سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٣ منډو هدف وټاکه. غونډۍ اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٢٣ منډې وکړې او د نهو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS