ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۹:۱۵
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بهارمېنې او کابل کمپ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بهارمېنې لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره مقابلې لوبډلې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه. د کابل کمپ لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۴ مندې وکړې او لوبه یې د ۸۶ منډو په توپیر وبایلله.

یادې سیالۍ د هېواد د امنیتي ځواکونو له لاسته راوړنو څخه د ملاتړ په موخه پیل شوې دي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS