ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د BPL ټېپ بال کرکټ سیالۍ شینواري ټایګر لوبډلې وګټلې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۳:۲۲
ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د BPL ټېپ بال کرکټ سیالۍ شینواري ټایګر لوبډلې وګټلې

د ننګرهار ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست د شنیوارو شپږګونو ولسوالیو ورزشي مدیریت په مرسته په اچین ولسوالۍ کې له نظام څخه د ملاتړ او ورزشکارانو د یووالي په موخه د ډاکتر شرافت افتاب له لوري د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي شینواري ټایګر لوبډلې وګټله.

د دغو سیالیو پایلوبه د شینواري ټایګر او پيښې خوړ ډیپینډر لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د لوبې پچه د شینواري ټایګر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره د پيښې خوړ لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو فدف ورکړ.

په مقابل کې د پيښې خوړ ډیپینډر لوبډلې د شپږو ویکټو په زیان سره ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې بایلوده.

په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته لومړی درجه کپ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته دوهمه درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS