ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۳۰
ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مارکو ځوانانو او الفتح لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه الفتح لېسې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٦ منډو هدف وټاکه. مارکو ځوانانو لوبډلې ټاکلی هدف د اوو ویکټو په زیان د لوبې په اتمړاور کې ترلاسه کړ او د درېیوو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۳۰
Background image

ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍکې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۸
Background image

کابل؛ د زور خانه يي ورزشونو ملي فدراسيون ديارلس کسيزه ملي لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د زور خانه يي ورزشونو ملي فدراسيون ۱۳ کسيزه ملي لوبډله ( ۱۱ لوبغاړي او يو ۲ کسیز پلاوی) د زور خانه يي ورزشونو او د پهلوانۍ غېږنيونې د اسیا. . .

BACK TO NEWS