ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د اچین غوره لیګ لومړی پړاو ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۸:۲۷
ننګرهار؛ اچین ولسوالۍ کې د اچین غوره لیګ لومړی پړاو ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لومړی پړاو سیالۍ د کېنګ سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو وروستۍ لوبه د وزیر محمد ګل خان مومند او کېنګ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د وزیر محمد ګل خان مومند لوبډلې د بچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه. کېنګ سټار لوبډلې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې یې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS