ننکرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ تعليمي ادارو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونه دټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ تعليمي ادارو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ملکیاري هوتک لیسې او سیکارام د طبي علومو انیسټیټوټ ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ملکياري هوتک لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په زيان ۱۹۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې سیکارام لوبډله د ياد هدف په پوره کولو ونه توانېده او په اوو ويکټو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي چې یادو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.