ندز کې د ٥٦ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ٢٨ جوړو (٥٦) پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د پهلوانانو د جسماني ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پایله کې ٢٨ پهلوانانو بریاوې خپلې کړې.
د سیالیو په پای کې د کندز ولایت د ورزشي ریاست له لوري ګټونکو پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
