مېدان وردگ؛ سياب ځواک لوبډلې د واليبال خزاني سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۴:۵۶
مېدان وردگ؛ سياب ځواک لوبډلې د واليبال خزاني سياليو اتلولي وگټله

د مېدان وردگو د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د چک ولسوالۍ په سياب درې کې، د ۱۲ لوبډلو تر منځ د‌ واليبال سيالۍ د سیاب ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د سياب ځواک او ښکلا لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳/۲ مېدانونو په توپير سياب ځواک لوبډلې وگټله او د يادو سیالیو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه، واليبال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي و، چې شاوخوا دوې اونۍ يې دوام وکر.

په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS