میدان ورګ؛ د‌ کانفوتوا رمضان جام سياليو اتلولي د کابل ولایت ورزشکارانو خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۲۱
میدان ورګ؛ د‌ کانفوتوا رمضان جام سياليو اتلولي د کابل ولایت ورزشکارانو خپله کړه

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په دغه ولایت کې د کانفوتوا رزمي سیالۍ، چې د میدان وردګ ولایت په کوربه توب تر سره شوې د کابل ولايت په لومړي مقام پای ته ورسېدې.

د کانفوتوا په یادو سیالیو کې د کابل او میدان وردګو ولایتونو د ۹ کلپونو ۱۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې

وحیدالله کلپ د ۹ طلا مډالونو په ګټلو سره لومړی،‌ الفتح کلپ د ۶ طلا مډالونو په ګټلو سره دویم او میدان وردګ د ۵ طلا مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

يادې سیالۍ به له دې وروسته د ياد ولايت په کوربتوب هر کال د ځوانانو د تشویق او یوالي په موخه څلور ځله ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS