میدان وردګو ولایت کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۹:۳۸
میدانوردګو ولایت کې د والیبال سیالۍ پای ته  ورسېدې عبدالعلي محمدي چهارشنبه/ وری۳/ ۱۴۰۱ د میدان وردګو ولایت د ورزشي امریت او الیبال فدراسیون په هڅو د یاد ولایت سیداباد ولسوالۍ کې د والیبال لوبې پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې. په دغو سیالیو کې د سیداباد، نرخ، چک، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې د حامد حماد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدلې. د یادو سیالیو دویم مقام سیداباد لوبډلې او درېیم مقام د عمر مایار لوبډلې په برخه شو. د یادو سیالیو د پای مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو او ن

د میدان وردګو ولایت د ورزشي امریت او الیبال فدراسیون په هڅو د یاد ولایت سیداباد ولسوالۍ کې د والیبال لوبې پیل شوې وې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.

په دغو سیالیو کې د سیداباد، نرخ، چک، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې د حامد حماد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدلې.

د یادو سیالیو دویم مقام سیداباد لوبډلې او درېیم مقام د عمر مایار لوبډلې په برخه شو.

د یادو سیالیو د پای مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو او نور چارواکو ګډون کړی و او ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړي یې په ډالیو ونازول.

ورشکارانو د دا ډول لوبو په کېدلو خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې دا لړۍ جاري وساتل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS