میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۴۵ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې له دوو کلیو د ۴۵ غشي ویشتونکو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې بابا قعله کلي د ۷۱ پر ۷۰ نمرو په توپیر خپلې سیالې شهباز کلي ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
