میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ د ګوډه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګوډه اتلانو لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې عربانو یارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
