میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۲:۴۷
میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د غشي ویشتلو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ په چک ولسوالۍ کې د دوو کلیوو محمد یار خېلو او بابا قلعې د لوبډلو ترمنځ د غشي ویشتلو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې محمد یارخېلو لوبډلې خپلې سیالۍ د بابا قلعې لوبډلې ته د ۸۳-۷۶ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او همدارنګه په دویمه لوبه کې یو ځل بیا محمد یارخېلو لوبډلې بریا ترلاسه کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۰۲-۷۵ نومرو په توپیر ماتې ورکړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو په پای کې غوره غشي ویشتونکو ته د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS