میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د پنځو کلبونو ترمنځ د ووشو تشویقي سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د ووشو فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د پنځو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د یاد ولایت د پنځو کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د میدان وردګ مرکزي کلب د طلا د ۹ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپله کړ.
باید یادونه وشي چې د یادو سیالیو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.
