میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د قوت الرمي تشویقي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۴:۷
میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د قوت الرمي تشویقي سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د ورزش امریت په همکارۍ د قوت الرمي فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې د «میدان وردګ اتلولۍ جام» په نوم د قوت الرمي څلور کلبونو ۳۰ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي تشویقي سیالۍ ترسره شوې.

په سیالیو کې موج قدرت، نبرد، مبارز هوتک او بابا غر کلبونو برخه لرله.

د دغو سیالیو په پایله کې د موج قدرت کلب د سرو زرو ۶ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د قوت الرمي ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ فضا رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS