میدان وردګ؛ په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې فرهنګي، علمي او ورزشي مېله تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۰:۵۹
میدان وردګ؛ په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې فرهنګي، علمي او ورزشي مېله تر سره شوه

د میدان وردګ ولایت د ورزش آمریت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د قومونو، ولسونو او ځوانانو ترمنځ د یوالي او فرهنګي دودونو د ژوندي ساتلو په موخه فرهنګي او ورزشي مېله ترسره شوه.

په دغه مېله کې د میدان وردګ د ملکي او نظامي ادارو په مسؤلینو سربېره د هزاره او کوچیانو د قومونو مشرانو او په سلګونو نندارچیانو ګډون کړی وو، چې یو ځينې ورزشي نندارې لکه جمناستیک، وزلوبه، تکواندو، پهلواني او ورته وخت کې د کتابونه، لاسي صنایع او د هېواد د تاریخي ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې او د رواشو دودیزه مېله هم پرانیستل شوه.

د میدان وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ دې ته ورته فرهنګي، عملي او ورزشي میلې د ولسونو، قومونو او ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ په برخه کې خورا اړینې او مهمې وګڼلې، له ولسونو یې وغوښتل چې د قومونو ترمنځ یووالی وساتي او هیچا ته اجازه ورنګړي، چې د قومونو ترمنځ ستونزې او شخړې رامنځته کړي، له دوی څخه یې هیله وکړه د خپلو سیمو د امنیت د تامین، ټولنیز نظم ساتلو او د ولسونو ترمنځ د یووالي په برخه د ا.ا.ا سره همېشه همکار پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې دا ډول فرهنګي، علمي او ورزشي میله ترسره شوه چې سلګونه کسانو پکې ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS