میدان وردګ؛ په بهسودو ولسوالۍ کې د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۳۰
میدان وردګ؛ په بهسودو ولسوالۍ کې د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او وزلوبې فدراسيون په همکارۍ د بهسودو اوله برخه ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د وزلوبې ژمنۍ سيالۍ پیل او ترسره شوې.

د دغو سياليو د پیل په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

یادې سیالۍ د عدالت او وحدت لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې عدالت لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

په دغو سياليو کې عدالت، وحدت، کوه بيرون او مرکز بهسود لوبډلو برخه لرله.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د وزلوبې سیالیو لومړۍ ژمنۍ سیالۍ وې او له دې وروسته به هره اوونۍ یادې سیالۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS