میدان وردګ؛ مرکز کې د لسو دولتي ادارو تر منځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۰:۵۱
میدان وردګ؛ مرکز کې د لسو دولتي ادارو تر منځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د لسو دولتي ادارو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بدني روزنې او ورزش آمریت او ترافیکو مدیریت لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې د بدني روزنې او ورزش آمریت لوبډلې د درې پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د میدان وردګ ولایت د دولتي ادارو ترمنځ د همغږي د زیاتېدو او والیبال لوبې ته د ودې په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام لوبډلو ته نغدي ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۹:۳۸
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

BACK TO NEWS