میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۲۱
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز میدانښار کې له اتو ولایتونو څخه د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چارو ادارې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له میدان وردګ، کابل، لوګر، باميان، کنړ، لغمان، کاپيسا او غزني ولایتونو څخه ۲۴ لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبه یې د چارو ادارې او میدان اتلانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې د چارو ادارې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په ګټلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په دغو سیالیو کې د چارو ادارې لوبډلې لومړی، میدان اتلانو دویم او شمس مایار لوبډلې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۲۰ زره افغانۍ، دویم مقام ته لس زره افغانۍ او درېیم مقام ته شپږ زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS