میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په سلمان فارس لېسه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتقاق لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.
