میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنخ د والیبال سیالۍ د مبارز ستوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه مبارز ستوري لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې مبارز ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
