میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۳۴
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له ۱۴ کلنو د کم عمره شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سيالۍ د قهرمان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پای کې سپین غر لوبډلې د ۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او امید وطن لوبډلې د ۸ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۹
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۵
Background image

غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ په ۲۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۲
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS