میدان وردګ؛ مرکزی زندان کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۸:۵۲
میدان وردګ؛ مرکزی زندان کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د زندان د ښوونې او روزنې آمریت په ګډه همکاري د شپږو لوبډلو ترمنځ والیبال تشویقي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د بندیانو او نظامي پرسونل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بندیانو لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یادې سیالۍ د بندیانو د ښې روغتیا او روحیې په موخه پیل شوي دي، چې د میدان وردګو ولایت د ورزشي آمریت له لوري ورسره د جال، کپ او توپونو مرسته وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS