میدان وردګ؛ سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۲۱:۴۶
میدان وردګ؛ سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سیدآباد ولسوالۍ د هفت اسیا سیمه کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شش قلعه سوپر ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شش قلعه سوپر ځواک او اسحاق خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د اسحاق خېلو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د شش قلعه سوپر ځواک لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اووم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د تفريح برابرول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب. . .

BACK TO NEWS