میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کی د ۱۲لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مبارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مبارز لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې شیرازي بابا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
