میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۰:۳
میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ په تره خېلو کلي کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د نیلاب کاروان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نیلاب کاروان او تره خېلو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نېلاب کاروان لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې د درېیو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. تره خېلو ځوانانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې یوازې ٧٧ منډې وکړې او سیالۍ یې د ٣٤ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ په سیمه کې ورزش ته د ودې او د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کېدو په موخه ترسره شوې چې په پایله کې لومړي، دویم او درېیم مقام لوبډلو ته کپونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS