میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ د اوو ښوونځيو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۱:۵۳
میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ د اوو ښوونځيو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د اوو ښوونځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کفتان تاج محمد خان لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د کفتان تاج محمد خان، هفت آسیا، باغک، عمر ولی، آبدري، خالدبن ولید او سیداباد ښوونځیو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پايله کې یې کفتان تاج محمد خان لېسې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې محمد خان لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د سالم رقابت او همغږي په موخه پیل شوې وې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS